CRI Online

دونالډ ترمپ اعلان وکړ چې پر شمالي کوريا به تر ټولو سخت بنديزونه ولګوي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-24 15:57:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر دونالډ ترمپ د روانې مياشتې په ۲۳مه نيټه اعلان وکړ چې پر شمالي کوريا به تر ټولو سخت بنديزونه ولګوي.د امريکا د ماليې وزارت په همدې ورځ اعلان وکړ چې له شمالي کوريا سره تړاو لرونکي پر ۵۶ تصديو او شخصيتونو به بنديزونه ولګوي ترڅو د دې هېواد د زروي پروژې د پيسو سرچينه بنده او له منځه يوسي.

دونالډ ترمپ دغه څرګندونې د محافظه کارغوښتونکو په يوه غونډه کې وکړې.

ور پسې د امريکا د ماليې وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې د بېړيو ليږدونې او سوداګرۍ پر ۲۷ شرکتونو ،د ۲۸ بېړيو پر خاوندانو او يو بل تن به بنديزونه ولګوي.سربېره پردې د امريکا د بهرنيو چارو او د دې هېواد له سمندري پوليسو سره يې هغو سوداګرانو ته خبرداری ور کړی چې که د بېړيو په وسيله د مالونو ليږدولو له لارې له شمالي کوريا سره سوداګري وکړي،ورباندې به بنديز ولګوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای