<P>د سينوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نورټ د روانې مياشتې په ۲۳ مه نېټه اعلان وکړ چې په بيت المقدس کې نوی سفارت به د می په مياشت کې پرانيزي.نوموړي په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه وخت به د اسرائيلو د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابر وي.نوی سفارت به په لنډمهالي توګه د بيت المقدس د ارنود نانو سيمې په يوه عصري ودانۍ کې ځای پر ځای شي.د دې سفارت د پرانيستلو په لومړيو ورځو کې به په اسرائيلو کې لوی سفير او لږ شمېر کارکوونکي دلته کار وکړي.د راتلونکي کال تر پايه پورې به دلته د امريکايي سفارت کاري چوکاټ پراخ شی.
<P>هغه زياته کړه چې د نوي سفارت تر پرانيستلو وروسته به قونسلګري چارو ته لاهم په دې ودانۍ کې دوام ور کړي.(غاټول)</P>