CRI Online

د م م د امنيت شورا د سوريې په دننه کې د اوربند په اړه د پړېکړه ليک مسودې په هکله رايه ورکونه ځنډولې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-02-24 16:03:09
<P>د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د امنيت شورا د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه ‌‌پرېکړه وکړه چې د روانې مياشتې د ۲۴مې نيټې د غرمې په ۱۲ بجو د سوريې په دننه کې د ۳۰ ورځو لپاره د اوربند د پړېکړه ليک مسودې په هکله رايه ورکړي.
<P>د امنيت شورا د روانې مياشتې په ۲۲مه نيټه په يوه غونډه کې د سوريې د امنيتي حالاتو په باب بحث وکړ،خو په دې هکله غړو هېوادونو د نظرونو توپير درلود،نو په همدې ورځ د امنيت شورا د دې مسودې په هکله چې د سويډن او کويټ له خوا وړاندې شوې ده،رايه ور نه کړه.ور پسې د امنيت شورا د روانې مياشتې د ۲۳مې نيټې د سهار په ۱۱ بجو د يادې مسودې په هکله رايه ور کړه،خو تر اوږد مهالې مشورې وروسته د مسودې محتوياتو په هکله لاهم ګډو نظريو ته نه دي رسېدلي.(غاټول)</P>
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای