CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو غونډه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-02-24 19:29:42

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو يوه غونډه تر سره کړه او پرېکړه يې وکړه چې د روانې مياشتې له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې په بېجينګ کې د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کميټې درېيمه عمومي غونډه تر سره شي.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه.

په ياده غونډه کې مرکزي کميټې ته د وړاندې شوي د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د کاري راپور په اړه بحث وشو.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای