CRI Online

د ايران د بهرنيو چارو وزير:امريکا نشي کولی د ايران د ذروي موافقه ليک لپاره شرايط وټاکي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-25 17:41:06

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ايران د مهر اژانس خبر ورکړ چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د تهران په پوهنتون کې وويل چې د ايران ذروي موافقه ليک يو نړيوال څواړخيز موافقه ليک دی،امريکا د يو لاسليک شوي غړي په توګه نشي کولی د دې موافقه ليک لپاره شرايط وټاکي.

ظريف وويل ، ايران نه مني چې په لاسليک شوي موافقه ليک کې د انټرنېټي امنيت،بشري حقوقو او د انقلابي ګارډ د اقتصادي عملياتو په اړه محتويات زيات شي.هغه زياته کړه چې نړيواله ټولنه او ايران به په پر له پسې توګه دغه ذروي موافقه ليک پلی کړي.امريکا بايد د ذروي موافقه ليک په چوکاټ کې عمل وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای