CRI Online

د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس ۲۹۸۰ استازي ټول په شرايطو برابر او اعتبار لري

cri     (GMT+08:00) 2018-02-25 17:45:18

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د چين د دوولسم دورې ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېسيون په ۳۳مه غونډه کې د رايې ورکولو له لارې د ياد کمېسيون له خوا وړاندې شوی د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس کې د استازو د شرايطو په اړه څېړنيز راپور تصويب شو چې د ۲۹۸۰ ګډون کوونکو استازي ټول په شرايطو برابر او اعتبار لري.تر غونډې وروسته د چين د ملي ولسي کانګرس مرکزي کمېټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د استازو د نومونو ليست اعلان کړ.

له قوانينو سره سم د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېسيون په مشرۍ د ۲۰۱۷ کال د دسمبر له دوهمې لسيزې څخه د ۲۰۱۸ کال تر جنورۍ پورې په چين کې د رايګرۍ له لارې د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس ۲۹۸۰ تنه استازي انتخاب شوي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای