CRI Online

د م م امنيت شورا د سوريې د اوربند پرېکړه ليک تصويب کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-02-25 17:48:23

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م امنيت شورا د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه ۲۴۰۱ نمبر پرېکړه ليک تصويب کړ چې له مخې به يې په سوريه کې لږ تر لږه ۳۰ ورځنی اوربند وشي.

تقريبأ په نيمه مياشت د څو ځلې سختو سلامشورو وروسته امنيت شورا په همدې ورځ د رايګرۍ له لارې د سويډن او د روانې مياشتې د امنيت شورا د نوبتي رئيسه هېواد کويټ له خوا وړاندې شوې د اوربند د پرېکړه ليک مسوده تصويب کړه.

ياد پرېکړه ليک له بېلا بېلو خواوو څخه د اوربنداو د دمشق په ګډون د سوريې په ۴ سيمو کې د کلابند د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای