CRI Online

شي جين پينګ:بايد اساسي قانون ستر رول ولوبوي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-25 17:49:57

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فبرورۍ د ۲۴مې نېټې تر غرمې وروسته د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د اساسي قانون او په هراړخيزه توګه له قوانينو سره سم د دولتي ادارې د پرمخبيولو په اړه څلورم ځل ډله ييزه زده کړه وکړه.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د نسبتاً شتمنې ټولنې د هراړخيزې ابادۍ، د سوسياليستي عصري کېدو بهير د نوې مرحلې د پيل،د چيني خوب د پوره کېدو،د دولتي ادارې سيستم او د ادارې توان د عصري کېدو او د کمونېست ګوند د دايمي واکمن توان د لوړتيا لپاره بايد د اساسي قانون ستر رول ته په ډېره درنه سترګه وګورو. بايد د چين د کمونېست ګوند پر مشرتابه ،د خلکو د ماسټرانو پر رول او د قانون له مخې د هېواد پر ادارې ټينګار وکړو.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ غړي لي لين د دې مسئلې په اړه يوه وينا وکړه او خپلې نظريې يې هم وړاندې کړل.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای