CRI Online

شمالي کوريا د نوي پړاو بنديز لګونې له امله پر امريکا نيوکه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-26 10:13:33

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت وياند د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه له دې امله د امريکا غندنه وکړه چې پر شمالي کوريا د نوي پړاو بنديزونه لګوي او و يې ويل چې د امريکا د دغو کړو وړو موخه په کوريا ټاپووزمه کې د شخړې او جګړې لمسول دي.

د شمالي کوريا مرکزي خبري اژانس د ياد وياند په حواله خبر ورکړی چې اوس مهال د زياتو ستونزو په ليرې کولو سره د شمالي او جنوبي خواوو ترمنځ د ديالوګ او همکارۍ ښه حالت رامنځته شوې او د دواړو خواوو په ګډو هڅو سره د اولمپيک ژمنۍ لوبې بريالۍ شوې دي. خو امريکا د اولمپيک ژمنيو لوبو له پای مخکې اعلان وکړ چې پر شمالي کوريا د لويې پيمانې بنديزونه ولګوي او غواړي چې په کوريا ټاپووزمه کې شخړه او جګړه وپاروي.

د ياد وياند په قول شمالي کوريا څو څو ځله ويلي چې هر ډول بنديزونه به د جنګي کړو وړو په توګه وبلل شي. که امريکا د شمالي او جنوبي خواوو ترمنځ د اړيکو د ښه والي او د کوريا ټاپووزمې د سولې او ثبات په موخه د شمالي کوريا له صميميت او کړې هڅې نه خپلې سترګې پټې کړي او لا هم پخپله خوښه پاروونکو کړو وړو ته دوام ورکړي، نو دغه هېواد به په خپلو لارو چارو امريکا ته سزا ورکړي.

د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ پر شمالي کوريا بې سارې سخت بنديز لګونه اعلان کړې.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای