CRI Online

د جنوبي کوريا ولسمشر د شمالي کوريا له پلاوي سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-26 12:12:45

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي کوريا ولسمشرۍ ماڼۍ د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه خبر ورکړ چې ولسمشر مون جې ين په همدې ورځ په پيونګ چانګ کې د شمالي کوريا له راغلي لوړ پوړي پلاوي سره وکتل. شمالي کوريا د کتنې په ترڅ کې له امريکا سره د خبرو اترو پوره صداقت وښود.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند کيم يوي کيوم داسې معلومات ورکړل چې د دواړو خواوو ترمنځ کتنه د يو ساعت لپاره دوام درلود. ولسمشر مون جې ين څرګنده کړه چې د اولمپيک ژمنيو لوبو په ترڅ کې جنوبي او شمالي خواوو د ګډې لوبډلې په جوړولو سره په ځينو مسابقو کې ګډون وکړ او د پيل په مراسمو کې په ګډه سره سپورټي ډګر ته ننوتل. د دواړو خواوو په ګډو هڅو سره به د پيونګ چانګ اولمپيک ژمنۍ لوبې د اولمپيک سوله ييزې لوبې وګرځي.

د دې تر څنګ ولسمشر مون جې ين د کتنې په وخت کې خپله هيله وښودله چې د جنوبي او شمالي خواوو ترمنځ اړيکې په لا زياتو ساحو کې ستر پرمختګ ومومي. د شمالي کوريا پلاوي دې ته ځواب ورکړ چې د دغه هېواد د دولتي شورا مشر کيم جونګ ون همدا هيله لري. ولسمشر مون جې ين زياته کړه چې د جنوبي او شمالي خواوو ترمنځ د اړيکو د ښه والي او د کوريا ټاپووزمې مسئلې د بيخي حل لپاره بايد د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ خبرې اترې ژر تر ژره تر سره شي. د شمالي کوريا پلاوي له دې سره موافقه وکړه او څرګنده يې کړه چې د شمالي کوريا او جنوبي کوريا ترمنځ اړيکې بايد د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ له اړيکو سره ګډ پرمختګ وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای