CRI Online

د چين دولتي سيلانۍ ادارې د هيواد په کچه د تشناب اصلاحاتو د روزنې ټولګی پرانېست

cri     (GMT+08:00) 2018-02-26 12:55:08

د چين سيلانۍ ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين دولتي سيلانۍ ادارې د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه د هه بې ولايت په جنګ دينګ ښار کې د تشناب د اصلاحاتو د روزنې ټولګی پرانېست.

په ياد ټولګي کې به اړوند پوهان د ښاري تشنابونو لپاره د مناسبې ځمکې د ټاکلو، د ښاري تشنابونو پروګرامونه، د تشناب مديريت او خدمتونه، تشناب کې د کارول شوې ټکنالوژۍ او داسې نورو برخو په اړه مالومات ورکړل شي، تر څو زده کوونکي د تشناب اصلاحاتو په اړه مالومات ترلاسه کړي او د کار کچه يې لوړه شي.

د ټول هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه ۱۰۰کسان په دې ټولګي کې ګډون لري.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای