د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د فبرورۍ په ۲۵ مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې د فرانسې ولسمشر امانول مکرون او د جرمني صدراعظمې انګېلاميرکل په همدې ورځ د روسيې له ولسمشر پوتين سره د ټېلفون له لارې خبرې اترې وکړې او دواړو هېوادونو څرګنده کړه چې غواړي له روسيې سره يو ځای د سوريې له سوله ييز بهير سره مرسته وکړي.
په دې اعلاميې کې راغلي چې درې واړو مشرانو د م م د امنيت شورا له لوري په ټوله سوريه کې د ۳۰ ورځو لپاره د اوربند پرېکړه وستايله.
د فرانسې او جرمني مشرانو غوښتنه وکړه چې بېلا بېلې خواوې دې د دغې پرېکړې د پلي کولو په اړه کوښښونه وکړي.
په دې اعلاميې کې دا هم راغلي چې د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جان اېولو دريان به د روانې مياشتې په ۲۷ مه نېټه د سوريې له سوله ييز بهير سره د ګډو هڅو په موخه د روسيې پلازمينې مسکو ته لاړ شي او د روسيې له چارواکو سره به خبرې اترې وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |