CRI Online

د المپيک د ۲۳ مې دورې ژمنۍ لوبې پای ته ورسيدې

cri     (GMT+08:00) 2018-02-26 14:11:34

د فبرورۍ په ۲۵ مه نېټه د المپيک د ۲۳ مې دورې ژمنۍ لوبې د جنوبي کوريا د پيونګ چانګ په لوبغالي کې پای ته ورسيدې. چين د راتلونکې دورې د المپيک لوبو د کوربه هېواد په توګه د روانو لوبو د پای په مراسمو کې اته دقيقې هنري ننداره وړاندې کړه چې نوم يې و په۲۰۲۲ کال کې به بېجينګ کې سره وګورو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ويډيو په وسيله نړۍ ته صادقانه بلنه ورکړه چې په ۲۰۲۲ کال کې به بېجينګ کې سره وګورو! اوس مهرباني وکړئ چې په دې هکله د سي ار ای خپرونه واورۍ!

د ۲۵ مې نېټې په شپه د پيونګ چانګ د المپيک په لوبغالي کې د المپيک لوبو د پای په مراسمو کې ډېره په زړه پورې هنري ننداره وړاندې شوه او د لوبغالي د کېناستو ټول ځايونه نيول شوي وو.

د دغو مراسمو په پای کې د چين هنري ننداره چې اته دقيقې يې دوام درلود،يو ځل بيا د مراسمو فضا اوج ته ورسوله. په هنري ډګر کې ۲۲ چيني هلکانو سکي ووهله او له دوو نورو هلکانو سره يې يوځای نڅا وکړه کومو چې د پانډاګانو په بڼه جامو په اغوستلو سره د پانډاګانو رول ولوباوه. نوموړې نندارې د ابادۍ او تکنالوژۍ په برخو کې د چين د برياليتوبونو ښکارندويي وکړه چې پکې د چين څلور لوي نوښتونه يعنې ګړندي رېلوې، موبيل تاديه، شريک بايسکلونه او د ان لاين سودا اخيستل شامل وو. د يادونې وړ خبر دا ده چې د پاناډاګانو د رول په هکله د ډيزاين شويو جامو بڼه د چين په سه چوان ولايت کې د نانځکو له نمايش څخه سرچينه اخيستل شوې ده او دغه نمايش د چين د دولت په کچه له غير مادي کلتوري ميراثونو څخه دی.

د اتو دقيقو هنري نندارې په پای کې" پانډاګانو "د پيغام رسوونکو په توګه د چين له بېلابېلو ځايونو نه د خلکو بلنې راټولې کړې. ورپسې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مليونو چينايانو په استازيتوب د ويډيو په وسيله نړيوالو ته بلنه ورکړه چې په۲۰۲۲ کال کې به بېجينګ کې سره وګورو!شي جين پينګ وويل:

((زه او ينايان د ګردې نړۍ د دوستانو هرکلی کوو او په۲۰۲۲ کال کې به بېجينګ کې سره وګورو، بېجينګ ته ښه راغلاست!))

د اتو دقيقو له هنري نندارې وړاندې د بېجينګ ښاروال او هم د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو د مقدماتي کمېټې اجرايوي رئيس چن جي نينګ د المپيک لوبو نړيوالې کمېټې د رئيس ټوماس باچ له لاسونو څخه د المپيک بيرغ واخيست. له نندارې وروسته ټوماس باچ د پيونګ چانګ د المپيک ژمنيو لوبو پای اعلان کړ، وروسته له دې نه د المپيک مشال مړ شو چې دا بېجينګ ته د المپيک لوبو د ننوتلو ښکارندويي کوي.

د چين د دولت رئيس ځانګړې استازې او هم د چين د صدراعظم مرستيالې ليو يان دونګ د المپيک لوبو د پای په مراسمو کې ګډون وکړ.

په روانو لوبو کې ناروې او جرمني د ۱۴ طلايي مډالونو په ګټلو سره د طلايي مډالونو په درجه بندۍ کې لومړی مقام نيولی. ناروې د مډالونو په درجه بندۍ کې د ۳۹ مډالونو په ګټلو سره لومړی ځای ونيوه چې دغه شمېر د المپيک په ژمنيو لوبو کې نوی ريکارډ جوړ کړی دی. د روانو لوبو کوربه هېواد جنوبي کوريا د ۱۷ مډالونو په ګټلو سره شپږم ځای ونيوه. چين ۱ طلايي ، ۶نقرايي او ۲ ژېړ مډالونه وګټل او د مډالونو په درجه بندۍ کې يې څوارلسم ځای ونيوه.

د المپيک د ۲۴ مې دورې ژمنۍ لوبې به په ۲۰۲۲ کال کې د چين په بېحينګ ، جانګ جيا کو او څو نورو ځايونو کې ترسره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای