د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د فبرورۍ په ۲۵ مه نېټه اعلان وکړ، چې امريکا، جنوبي کوريا او نړيوالې ټولنې موافقه وکړه چې له شمالي کوريا سره د خبرو اترو وروستۍ پايله بايد د کوريا له ټاپووزمې نه د اټومي وسلو پاکول وي.
سپينې ماڼۍ په همدې ورځ څرګنده کړه چې د شمالي کوريا لخوا د اټومي وسلو پاکول ددې هيواد لپاره د انتخاب يوه روښانه لاره ده.
امريکا به د شمالي کوريا نوي جاري شوي بيان ته پاملنه وکړي، د ټرمپ حکومت به د کوريا ټاپووزمې څخه د اټومي وسلو پاکولو لپاره کوښښ وکړي.
امريکا به پر شمالي کوريا تر ټولو سخت بنديزونه وساتي تر څو شمالي کوريا له اټومي وسلو څخه لاس واخلي.
د جنوبي کوريا ولسمشرۍ ماڼۍ د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه خبر ورکړ چې ولسمشر مون جې اين په همدې ورځ په پيونګ چانګ کې د شمالي کوريا له لوړ پوړي پلاوي سره وکتل، ددې کتنې په ترڅ کې شمالي کوريا له امريکا سره د خبرو اترو پوره صداقت وښود.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |