CRI Online

د C919 لويې مسافر وړونکې الوتکې د سپارښتنو شمېر ۸۱۵ ته رسېدلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-26 15:57:08

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين هوا ژونګ سرمايې تر اداري شرکت لاندې يوې فرعي څانګې د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د چين د ملکي الوتکو له شرکت سره په بېجينګ کې د ۳۰ C919 لويو مسافر وړونکو الوتکو او ۲۰ ARJ21د فرعي کرښې الوتکو د اخيستلو تړون لاسليک کړ. دغه راز د C919د بهرنيو سپارښتنو شمېر ۲۸ ته رسېدلی او د سپارښتنو شمېر ۸۱۵ ته رسېدلی دی.

د خبر له مخې، تر اوسه پورې ARJ21 ډول د فرعي کرښې الوتکو په امن سره ۴۹ زره تنه وړلي او توليدي چارو يې ټينګ پرمختګ کړی دی. تر اوسه پورې ۲۱ ارګانونو د ARJ21 ډول د فرعي کرښې الوتکو سپارښتنې کړې او د سپارښتنو شمېر ۴۵۳ ته رسېدلی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای