CRI Online

په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ټينګښت او پرمختګ لپاره د اساسي قانون ضمانت برابرېږي.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-26 16:03:36

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، اساسي قانون د يو هېواد بنسټيز قانون دی او د هېواد د ادارې او پرمختګ عمومي منشور دی چې ترې د ګوند او خلکو اراده څرګندېږي. د چين کمونېست ګوند د ۱۹مې مرکزي کمېټې په دوهمه عمومي غونډه کې د اساسي قانون د ځينو محتوياتو د تعديل په اړه د يادې مرکزي کمېټې وړانديز تر سنجش لاندې راغلی او په اخر کې تصويب شوی دی. د اساسي قانون تعديل د هېواد په سياسي ژوند کې يوه ستره پېښه ده چې په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ټينګښت او پرمختګ لپاره د عمومي حالت او ستراتيژۍ له لحاظه د شي جين پينګ په محور د ګوند د مرکزي کمېټې يوه مهمه پرېکړه بلل کېږي او د هېواد د قانوني ادارې، اداري سيستم او د اداري توان د عصري کېدو لپاره يو ستر ګام هم دی. د اساسي قانون د تعديل له لارې به د ګوند د ۱۹م ملي کانګرس لخوا ټاکل شوي مهمې تيورۍ، نظريې، مهمې تګلارې او پرېکړې د هېواد په اساسي قانون کې شاملې شي، د ګوندي او دولتي چارو د پرمختګ نوې لاسته راوړنې، تجربې او غوښتنې څرګندېږي او حتماً به په نوې زمانه کې د چين پر ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ټينګښت او پرمختګ لپاره د اساسي قانون قوې ضمانت برابر شي.

لومړی، اوسنی اساسي قانون د هېواد له واقعيتونو او د زمانې له پرمختيايي غوښتنو سره سم ښه اساسي قانون دی، نو موږ بايد د اوږدې مودې لپاره پرې ټينګار وکړو او پلې کړو.

دوهم، يوازې دا چې اساسي قانون د نوې زمانې له نويو غوښتنو، تجربو، لاسته راوړنو او قواعدو سره سمون خوري، نو د ژوند دايمي ځواک به ولري.

درېيم، په نوې زمانه کې د چين پر ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ټينګتيا او پرمختګ لپاره دا اړتيا شته چې اوسنی اساسي قانون په مناسبه توګه تعديل شي.

څلورم، موږ بايد د ګوند تر مشرۍ لاندې د ديموکراسۍ په اتکا د قانوني تشريفاتو له مخې د اساسي قانون ځيني محتويات مناسب تعديل کړو.

پنځم، موږ بايد د اساسي قانون د تعديل د عمومي غوښتنې په رڼا کې نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ټينګښت او پرمختګ لپاره قوې ضمانت برابر کړو.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای