CRI Online

په اساسي قانون کې د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکارو شاملېدل خورا اهميت لري.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-26 16:08:48

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د ۱۹مې مرکزي کمېټې په دوهمه عمومي غونډه کې چې د اساسي قانون د ځينو محتوياتو د تعديل په اړه د يادې مرکزې کمېټې وړانديز تر ارزونې لاندې نيولی او تصويب شوی دی، وړانديز شوی چې په اساسي قانون کې د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکار شامل شي. له دې څخه د ټول ګوند او د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو ګډه ارزو او د ګوندي ارمات او ولسي ارادې ترمنځ عالي يووالی څرګندېږي. دا د چيني ملت د عظيمې احيا په موخه د ټول ګوند او خلکو ترمنخ د ګډ فکري بنسټ د ټينګښت او په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ستر بري د تر لاسه کولو لپاره ستر واقعي او تاريخي اهميت لري.

لومړی، په اساسي قانون کې د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکارو شاملېدل يعنې د دولت په لارښوونکو افکارو د ګوند د لارښوونکو افکارو بدلول د ګوندي او دولتي چارو د پرمختګ او زموږ د هېواد اساسي قانون د بشپړتيا او پرمختګ اصلي غوښتنې دي.

دوهم، په اساسي قانون کې د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکارو شاملېدل به په پر له پسې توګه په نوې زمانه کې د دولتي پرمختګ بنسټيزې دندې، موخې او ستراتيژيکي قدمونه ښکاره شي او د چيني ملت د عظيمې احيا د تر سره کېدو لپاره د ټول ګوند او خلکو ترمنځ د يووالي لپاره ګټه ولري.

درېيم، په اساسي قانون کې د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکارو شاملېدل او په پر له پسې توګه پر ټولو کارونو د ګوندي لارښوونې اصولو ټينګښت به د ګوند د واکمن مقام او بنسټ د ټينګښت او د دولتي پرمختګ او ملي سمسورتيا لپاره به ټينګ سياسي ضمانت برابر کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای