CRI Online

په چين کې څه دپاسه ۹۰۰ مليونه تنه د زړو کسانو په بنسټيزه بيمه کې شامل شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-26 16:10:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزارت مرستيال يو جون د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه معلومات ورکړل چې په چين کې څه دپاسه ۹۰۰ مليونه تنه د زړو کسانو په بنسټيزه بيمه کې شامل شوي او څه باندې ۱ مليارډ او ۳۰۰ مليونو تنو په بنسټيزه طبي بيمه کې ګډون کړی دی.

نوموړي وويل چې د چين په ټولنيزه بيمه کې د ګډون کوونکو شمېر مخ په زياتېدو دی او د ضمانت سويه هم په پر له پسې توګه لوړېږي. له تصديو څخه د تقاعد شويو کسانو لپاره د تقاعد پيسې د پر له پسې ۱۳ کلونو لپاره زياتې شوې دي چې څه باندې ۱۰۰ مليونو تنو ترې ګټې اخيستې دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای