CRI Online

د چين په ښارونو او علاقه داريو کې د بې کارۍ انډول له ۲۰۰۲ کال راهيسې تر ټولو ټيټې سويې ته رسېدلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-26 16:11:13

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزارت د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه خبر ورکړ چې په تېر کال کې د چين استخدامي حالت ثابت ښه والی موندلی. د دغه کال په څلورو فصلونو کې د چين په ښارونو او علاقه داريو کې د بې کارۍ انډول له ۴ ٪ن نه ټيټ ساتل شوی او د کال په پای کې ۳.۹٪ ته کم شوی چې دغه شمېر له ۲۰۰۲ کال راهيسې تر ټولو ټيټې سويې ته رسېدلی دی.

د خبر له مخې، د چين د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزارت به په راتلونکې کې خپلې مثبتې استخدامي تګلارې بشپړې کړي، لا زياتې کاري روزنې به تر سره کړي او د محصلينو په شمول د عمده کسانو استخدامي کار ته به په درنه سترګه وګوري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای