CRI Online

د چين د ساينس او تخنيک وزير: چين د ساينس او تخنيک د نوښت په برخه کې يو لوی هېواد ګرځېدلی دی چې په ټوله نړۍ کې اغيزه لري.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-26 17:37:08

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ساينس او تخنيک وزير وانګ ګانګ د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين د ساينس او تخنيک د نوښت په برخه کې يو لوی هېواد ګرځېدلی دی چې په ټوله نړۍ کې اغيزه لري.

نوموړي په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د چين علمي او تخنيکي سويه لوړه شوې او په نړيواله لومړۍ ډله کې د ګډون ګامونه يې چټک شوي دي. په نړۍ کې د چين د نوښت توان د ۲۰۱۲م کال له شلم مقام څخه د ۲۰۱۷م کال تر اوولسم مقام پورې لوړ شوی دی. اوسمهال د چين د ګړنديو اوسپنيزو لارو اوږدوالی د ټولې نړۍ په عمومي اوږدوالي کې شپيته سلنه نيسي. د دواملرونکو انرژيو په وسيله د چين د برېښنا توليدي اندازه په نړۍ کې لومړی مقام نيسي. په چين کې د برېښنايي موټرونو او د نويو انرژيو د موټرونو د توليد او پلورنې اندازه د ټولې نړۍ په عمومي اندازه کې نيمه برخه نيسي.

نوموړي زياته کړه چې تراوسه پورې ۱۵۸ هېوادونو د ساينس او تخنيک په برخه کې له چين سره همکاريزې اړيکې ټينګې کړې دي او چين په څه باندې دوه سوو نړيوالو سازمانونو او څواړخيزو نظامونو کې ګډون کړی دی. دغه راز، چين په زياتو نړيوالو علمي پروژو کې هم ګډون کړی دی. ويل کېږي چې چين اوس د نوښت په پلوراليستي نقشه کې يوه مهمه برخه ګرځېدلې ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای