د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي ګوترېس د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه ژنيو کې د سوريې شخړو له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د م م ۲۴۰۱ نمبر پرېکړه ليک پلی کړي چې بشري مرستندويه مواد او کارګران په امنيت سره هغو سيمو ته ورسېږي، چېرې چې مرستو ته اړتيا شته.
ګوترېس په همدې ورځ د م م د بشري حقوقو شورا د ۳۷مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې هغه د دې پرېکړه ليک ډېر هرکلی کوي، خو يوازې پلی شي ياد پرېکړه ليک به اهميت ولري. په سوريه کې بشري ناورين بايد ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |