CRI Online

په چين کې له ۶۰ کلنۍ نه د مشرو کسانو نفوس ۲۴۱ مليونه دی

cri     (GMT+08:00) 2018-02-27 10:40:27

د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د چين د زاړوکسانو د چارو دفتر په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د دغه دفتر، د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کميټې انتظامي ادارې او مطبوعاتي ادارې په شمول ۱۴ څانګې به د چين په ټولنه کې د زاړو کسانو په اړه د دولتي حالاتو تبليغاتی فعاليتونه تر سره کړي.

د خبر له مخې، د ۲۰۱۷ کال تر پايه پورې په چين کې له ۶۰ کالونو د زيات عمرلرونکو کسانو شمېر۲۴۱ مليونو ته رسېدلی چې دا شمېر د چين د ټول نفوس ۱۷ اعشاريه ۳ فيصده نيسي.

د چين د زاړو کسانو د چارو دفتر مرستيال وو ويو شاو وويل،اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د چين د زاړو کسانو شمېر ۴۸۷ مليونو ته ورسېږي، چې د چين د ټول نفوس ۳۴ اعشاريه ۹ فيصده به ونيسي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای