CRI Online

بریتانیا دا خبر ردوي چې د اروپا د ګمرکاتو په اتحادیه کې به ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-27 11:44:24
بریتانیا دا خبر ردوي چې د اروپا د ګمرکاتو په اتحادیه کې به ګډون وکړي

د بریتانیا د صدراعظمې ماڼۍ ویاند د روانې میاشتې په ۲۶مه نیټه دا خبر رد کړ چې دغه هیواد به له اروپایي ټولنې څخه له وتلو وروسته د اروپا د ګمرکاتو په اتحادیه کې ګډون وکړي. نو ویل کیږي چې د بریتانیا هغه ژمنه نه ده بدله شوې چې په عین وخت کې به د اروپا د ګمرکاتو له اتحادیه او ګډ بازار څخه ووځي.

نوموړي ویاند د سین هوا اژانس خبریال ته وویل چې بریتانیا هیله لري چې د نړۍ له نورو اقتصادي ګروپونو سره د ازاد تجارت تړونونه لاسلیک کړي.

د اروپا د ګمرکاتو اتحادیه د اروپایي ټولنې د غړیو ترمنځ د ازاد تجارت بنسټ دی چې پر نورو هیوادونو باندی یو شان ګمرکات اجرا کوي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای