CRI Online

د هېواد دننه او بهر کې د سرمايې تګ راتګ متوازن حالت رامنځته شو.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-27 14:49:10

د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د بهرنيو اسعارو دولتي ادارې مطبوعاتي وياند د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه څرګنده کړه چې د چين دننه او بهر کې د سرمايې تګ راتګ او اړوند عمومي متوازن حالت په ابتدايي توګه رامنځته شوی دی.

د اړوندو شمېرو له مخې، د بېلا بېلو بانکونو لخوا د بهرنيو اسعارو د پلورلو او اخيستلو حالت او د هېواد دننه د بهرنيو اسعارو تقاضا او عرضه عموماً برابره ښکاري. د روان کال په جنورۍ کې د بانکونو لخوا د بهرنيو اسعارو د اخيستلو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸٪ زياته شوې او د بهرنيو اسعارو د پلورلو اندازه ۱۱٪ زياته شوې چې د اخيستونکې اندازې په پرتله پلورونکې اندازه ۹۰۰مليونه امريکايي ډالره زياته شوې. دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹۵٪ کم شوی دی. دغه راز د روان کال په جنورۍ کې د چين دننه د بهرنيو اسعارو تقاضه او عرضه نسبتاً برابره وه.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای