CRI Online

امنيت شورا يو ځل بيا د يمن سولې او ثبات ته پر ګواښ کوونکو کسانو او سازمانونو بنديزونو ته دوام ورکړی 

cri     (GMT+08:00) 2018-02-27 15:07:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د م م امنيت شورا په موافق سره ۲۴۰۲ نمبر پرېکړه ليک تصويب کړ چې له مخې يې پر هغو کسانو او سازمانونو به بنديزونه يو ځل بيا د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ تر ۲۶مې نېټې پورې دوام ولري، کوم چې د يمن سولې، امنيت او ثبات ته ګواښ کوي او په سياسي انتقالي بهير کې خنډونه اچوي.

امنيت شورا په ياد پرېکړه ليک کې له بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې ضروري تدبيرونه ونيسي او د يمن سولې، امنيت او ثبات ته پر ګواښ کوونکو کړنو، اړوندو کسانو او يا سازمانونو د پانګو، سفر کولو او د وسلو لېږد په برخو کې خپلو بنديزونو ته دوام ورکړي.

په نوموړي پرېکړه ليک کې هم د يمن له بېلابېلو خواوو څخه هم غوښتنه شوې چې د ډيالوګ او سلامشورې له لارې توپيرونه له منځه يوسي او د سياسي هدف لپاره له شدت څخه کار وانخلي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای