CRI Online

د ۲۰۱۸م کال لپاره د چين د دوو غونډو مطبوعاتي مرکز په رسمي توګه په کار پيل وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-27 15:43:47

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ عمومي غونډه او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کميټې لومړۍ عمومي غونډه به په جلا جلا توګه د مارچ په پنځمه نېټه او درېيمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي. د فبرورۍ په اووه ويشتمه نېټه د دغو دوو غونډو مطبوعاتي مرکز چې د بېجينګ په مطبوعاتي مرکز کې واقع دی، په رسمي توګه په کار او چيني او بهرنيو خبريالانو ته په خدمت کولو پيل وکړ.

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې دفتر د مطبوعاتي ادارې مشر هه شاو ژن وويل، چې دغه مطبوعاتي مرکز د څه باندې درې زرو چيني او بهرنيو خبريالانو نومونه ثبت کړي دي او د مرکو کارډونو د جوړولو کارونه روان دي. په دغه مرکز کې د خبري ناستې تالار، د چيني خبريالانو ډله، د هانګانګ، مکاو او تايوان د خبريالانو ډله، د بهرنيو خبريالانو ډله، د مرکې خونې او مخابراتي او انټرنيتي خونې شته. دغه راز، دغه مرکز د خبرونو د مرکو، د راپورونو د ليکلو او خپرېدو په برخو کې خبريالانو ته د اسانتياوو د برابرولو لپاره ويبپاڼه هم پرانيزي، تر څو خبريالان په اسانه توګه د دغو غونډو په اړه معلومات تر لاسه کړي. همدارنګه، دغه مرکز به په وړيا توګه خبريالانو ته انټرنيټي، معلوماتي او د چای څښلو خدمتونه وړاندې کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای