CRI Online

چين د 5G ټکنالوژۍ پر درېيمې څېړنيزې ازموينې لاس پورې کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-02-27 15:45:54

د چين اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين IMT-2020 يعنې 5G پرمخبيونکي ګروپ د فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه اعلان وکړ چې له huawei شرکت سره يو ځای يې د بېجينګ د هوای رو په ازمويښتي ډګر کې د چين د 5G ټکنالوژۍ په دريمې څېړنيزې ازموينې پيل وکړ.

د ۲۰۱۷ کال په نومبر مياشت کې د چين د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د 5G ټکنالوژۍ د څېړنيزې ازموينې خبرتيا ور کړې او له اړوندو شرکتونو څخه يې غوښتني وو چې ازمويښتي موخې، محتويات او اړتياوې وټاکي او د ازموينې لپاره د چاپيريال ابادي او بشپړتيا چټکه کړي تر څو د ۲۰۱۸ کال تر پايه پورې د دې ازموينې دريېمې دورې اهداف تر سره کړي او په چين کې د 5G د مسلسلو ازموينو له تر سره کېدو څخه ملاتړ وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای