د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ملي دفاع وزير سېرګي شويګو د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه وويل، د روسيې د ولسمشر پوتين په امر، له ۲۷مې نېټې څخه به هره ورځ د ۵ ساعتو لپاره د سوريې په ختيځه غوطه کې بشري اوربند پلی کړي.
د روسيې رسنيو خبر ورکړ، شويګو د ۲۶مې نېټې په شپه د روسيې د ملي دفاع وزارت په يوه غونډه کې وويل، بشري اوربند به له ۲۷مې نېټې څخه د هره ورځ د سهار له ۹ بجو څخه د مازديګر تر ۲ بجو پورې په ختيځه غوطه کې پلی کړي.
شويګو وويل، په ختيځه غوطه کې د ملکيانو د وتلو لپاره بشري مسيرونه پرانيستل شوي دي چې جغرافيايي ځای به يې وروسته اعلان شي. شويګو وويل، د روسيې په فکر دا ضروري ده چې د امريکا تر کنترول لاندې سيمو کې اوربند هم پلی شي او بشري مسيرونه پرانيستل شي تر څو د سوريې ملکيان خپلو کورونو ته ولاړ شي او عادي ژوند وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |