د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي استازي ما جاو شيو د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه وويل، د امنيت شورا له خوا د يمن پر ځينو کسانو او سازمانونو بنديزونو او د کارپوهانو ګروپ صلاحيت ته دوام ورکول د دغه هېواد مسئلې سياسي حل پرمخ بيولای شي.
ما جاو شيو وويل، د امنيت شورا په ۲۴۰۲ نمبر پرېکړه ليک کې پرېکړه شوې چې ياد بنديزونه او صلاحيت د يو کال لپاره نور هم دوام وکړي. چين د دې هرکلی کوي. ياد پرېکړه ليک د امنيت شورا تر ټولو ډېرې موافقې رايې خپلې کړې دي چې د يمن مسئلې د سياسي حل لپاره ګټور دی او د يمن او سيمه ييزو هېوادونو له ګټو سره سمون لري.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |