CRI Online

د م م د بشري حقوقو شورا ۳۷مه غونډه پرانيستل شوه.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-27 16:03:30

پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس په ژنيو کې د م م د بشري حقوقو شورا د ۳۷ مې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. هغه په دغه غونډه کې له ښکيلو خواوو څخه غوښتنه کړې چې په جدي توګه په سوريه کې د اوربند تړون تطبيق کړي او د بشري حقوقو ساتنه او پرمختګ يې د شخړو د مخنيوي مرکز په توګه وبلل.

د م م سرمنشي ګوټريس په خپله وينا کې د امنيت شورا د غړيو هېوادونو لخوا په رايګيرۍ سره د ۲۴۰۱م پرېکړه ليک د تصويبېدو هرکلی څرګند کړ. د ياد پرېکړه ليک له مخې به سمدلاسه د سوريې دننه د ۳۰ ورځو لپاره اوربند تر سره شي. نوموړي پر همدې وخت دې ته اشاره وکړه چې د ياد پرېکړه ليک د اهميت څرګندولو لپاره بايد په جدي توګه اوربند پلې شي. هغه وويل:

( لومړی اواز)

ولې زه غواړم چې ياد پرېکړه ليک دې سمدلاسه پلې او دوام ورکول کېدای شي. په تېره بيا امنيتي، دوام لرونکي او بې خنډه بشري مرستې او اړوند خدمتونه بايد تامين شي. م م په دې اړه تر خپلې وسې پورې کوښښونه کوي. د سوريې په ختيځه غوطه سيمه کې بشري حالات اوس ډېر ترينګلي شوي او د صبر وړ نه دي. اوس د دغه انساني دوزخ د بندولو وخت رارسېدلی دی. زه بېلا بېلې خواوې ويښې کوم چې تاسو د نړيوال بشريت او د بشري حقوقو قانون په رڼا کې د عامو وګړو او ملکي تاسيساتو د خوندي ساتلو مطلقه وظيفه پر غاړه لر‎ئ.

سرمنشي ګوټريس زياته کړه چې که څه هم د پخوانيو تجربو له مخې کډوال او مهاجرين ځايي ټولنې ته ګټې رسولای شي، خو دوی له حقونو هميشه محرومېږي يا د ټولنيز ګواښ په توګه بلل کېږي. په ځينو حالاتو کې ترهګرۍ ضد مبارزه يادو حقونو ته هم زيانونه رسولای شي. د ګوټريس په اند، که موږ د هر کس د بشري حقونو خوندي ساتل وغواړو، نو بايد په لا ټينګه او همغږۍ توګه اړوند عمليات تر سره کړو، تر واحدو معيارونو لاندې دې په لا عادلانه ډول بشري حقونه وساتو او د بشري حقونو او ملي حاکميت ترمنځ د دوښمنۍ په اړه له غلطې نظريې څخه دې لاس واخلو. هغه وويل:

( دوهم اواز)

بشري حقوق او ملي حاکميت په ګډه سره پرمختګ کولای شي، يو له بل سره تضادونه نه لري. د بشري حقونو د ساتلو له لارې ملي حاکميت تقويه کېدای شي. که موږ په ګرده کره کې د بشري حقوقو ساتلو ته لا زياته پاملرنه کړې وای، نو په تېرو ۲۰ کلونو کې څو مليونه تنه ژغورل شوي وای. نو ځکه زه له م م څخه غوښتنه کوم چې د بشري حقوقو په اړه د خپلو عملياتو پر پياوړتیا غور ونيسي. هغه وويل:

( درېيم اواز)

يوازې په داسې حال کې چې موږ د بشري حقوقو درناوی وکړو او اړوندو چارو کې پرمختګ ومومو، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوام لرونکي پرمختګ موخې ته رسېدلای شو او له تنوع، صبر، سولې او دوام لرونکي پرمختګ څخه ډکه اينده تامين کولای شو. تنوع د ټولو ټولنيزو شتمنيو سرچينه ده.

په ژنيو کې د م م د بشري حقوقو شورا ۳۷مه غونډه د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه پيل شوه او د مارچ تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ولري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای