د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د چاپيريال ساتنې وزارت د فبرورۍ په ۲۷ مه نېټه خبر ور کړ چې د پنځو کلونو له کوښښونو وروسته، چين د ککړې هوا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې ښکاره پرمختګ کړی او په عمومي توګه يې هوا پاکه شوې ده. چين د ککړې هوا د مخنيوي او کنټرول لپاره د عملي پلان بېلا بېلې موخې په بشپړه توګه تر سره کړي دي.
چين په ۲۰۱۳ کال کې د ککړې هوا د مخنيوي او کنټرول لپاره د عملي پلان خپور کړ چې دا د ککړې هوا د مخنيوي او کنټرول په بهير کې يو مهم تاريخي سند دی.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |