CRI Online

چين به د ترهګرۍ پرضد مبارزې په برخه کې له پاکستان سره خبرې اترې او همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-27 18:26:03

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د فبرورۍ په ۲۷ مه نېټه په بېجينګ کې يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين به د پاکستان د هراړخيز ستراتېژيک همکار په توګه د ترهګرۍ پرضد مبارزې په برخه کې له پاکستان سره خپلمنځي خبرې اترې او همکارۍ پياوړې کړي.

نوموړي وويل، چې د پاکستان حکومت او خلک د ترهګرۍ پرضد مبارزې لپاره ستر خدمتونه ترسره کړي چې دا د نړيوالې ټولنې د ليدو وړ دي.موږ تل د نړيوالې ټولنې له اړوندو خواوو نه غوښتنه کوو چې په تعصب سره پاکستان ونه غندي ، بلکې په عادلانه او مساوي توګه د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د پاکستان د هڅو ارزونه وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای