CRI Online

د کوريا ټاپووزمې جنوبي او شمالي خواوو د پرالمپيک په ژمنيو لوبو کې د شمالي کوريا د ګډون په اړه غونډه جوړه کړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-28 12:19:23

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، شمالي کوريا او جنوبي کوريا د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه د پنمونجون په شمالي خوا کې يوه کاري غونډه جوړه کړه او د پرالمپيک د ۱۲ مې دورې په ژمنيو لوبو کې د شمالي کوريا د ګډون په اړه يې سلامشوره وکړه.

د خبر له مخې، په دغه غونډه کې يوه ګډه خبرپاڼه تصويب شوه. د دغې خبرپاڼې له مخې، شمالي کوريا به د پرالمپيک دولتي کمېټې غړيو او لوبغاړو په شمول د يو پلاوي په لېږلو سره د پرالمپيک د ۱۲مې دورې په ژمنيو لوبو کې ګډون وکړي. د دې تر څنګ د دغه پلاوي د تګ راتګ لارو او تاريخ او د جنوبي کوريا لخوا د اړوندو اسانتياوو د برابرولو په شمول يو لړ محتويات هم په ياده خبرپاڼه کې شامل شوي دي. دواړه خواوې به د سندونو په تبادلې سره د نورو مسلکي مسئلو په اړه خپلو سلامشورو ته دوام ورکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای