CRI Online

چين د نظارت او څارنې سيستم د اصلاحاتو په هڅه کې دی

cri     (GMT+08:00) 2018-02-28 14:20:21

څو ورځې وروسته به د چين دوه مجلسونه پرانيستل شي. د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې به د هېواد د نظارت او څارنې سيستم د اصلاحاتو په اړه اجنډا د نړيوالو د پاملرنې وړ وګرځي.د ۲۰۱۶ کال له پاي نه نوموړو اصلاحاتو چې د چين د کمونيست ګوند پر سپيڅليتوب او د فساد پر وړاندې مبارزې پورې اړونديږي ،په سالمه توګه پرمختګ کړی او ډېر برياليتوبونه يې ترلاسه کړي دي. د دې ترڅنګ په چين کې د نظارت او څارنې سيستم نور هم اغېزمن او پياوړی شوی دی.

د څارنيز نظام اصلاحات د دوه زره شپاړسم کال په نومبر مياشت کې په بيجينګ ، شان شي او جه جيانګ ولايتونو کې په ازمويښتي توګه پيل شول څو چې د يادو اصلاحاتو په رڼا کې د کمونيست ګوند تر واحدې لارښوونې لاندې د فساد پر ضد کاري سازمانونه جوړ شي او ټول صلاحيت لرونکي چارواکي تر څارنې لاندې راوستل شي. د بيجينګ د څارنيز کميسيون مشر جانګ شوو پو دا نظر لري چې د څارنې قدرت د مثبت تطبيق نظام جوړښت د يادو اصلاحاتو مهمه دنده ده ، ده وويل :

(( د دولت د څارنې نظام د اصلاحاتو د روانې ژورتيا هدف دا دی چې د ګوندی دسپلين او دولتي قوانينو تطبيقات سره يو ځای شي او د ادارې څارنې ، د فساد د مخنيوي او د فساد او له دندو څخه د ناوړ استفادې او اهمال کارۍ په ساحو کې د څارنوالۍ سازمانونو ځواکونه چې پخوا خواره واره پراته وو . راغونډ شي څو چې د فساد پر ضد د مبارزې سيستمونه ، ځواکونه او تدبيرونه په واحد ډول وکارول شي.))

د تير کال په نوامبر مياشت کې د دولت د څارنې نظام د اصلاحاتو ازموينه په ټول هيواد کې پيل شوه او تر ننه پورې د هيواد د يوديرشو ولايتونو، خپلواکو سيمو او د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې ښارونو او د شينجيانګ د ابادولو او توليدونکو تصديو څارنيز کميسيونونه جوړ شوي دي. ښاغلي جانګ وويل ‎(اواز)

لومړی بايد حکومتي چارواکو ته د سپيڅليتوب په هکله ښوونه ورکړی شي ، دوهم بايد د هغو شکمنو مجرمينو پلټنه ترسره شي کوم چې د رشوت او اختلاس ، له خپلو دندو څخه د ناوړې استفادې او اهمال ، د شخصي ګټو د اخيستنې ، غولونکو اعمالو او د دولتي مالونو د بدخرڅۍ په اړوندو بدو کارونو اخته دي . دريم بايد له قوانينو څخه سرغړونکو حکومتي چارواکو ته د قانون له مخې د سزا ورکولو پريکړه وشي.

د جه جيانګ ولايت د څارنيز کميسيون مشر ليو جيان څاو وويل:

((د بيلګې په توګه د څارنيز کميسيون اړونده کارکوونکي د شکمن چارواکي پلټنه کوي او په عين وخت کې د عامه امنيت سازمان هم دده نظارت او ساتنه کوي تر څو د متقابلې همکارۍ او قيد له لارې تر ممکنه حده پورې احتمالي خطرونه کم شي.

څو ورځې وروسته به د د يارلسم ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه جوړه شي او د اساسي قانون اصلاحي وړانديز او د څارنې قانون مسوده به تر منظورۍ لاندې راوستل شي او له دې امله به د چين د دولت څارنيز نظام ژر اجرا شي. د ښاغلي جانګ په وينا اصلاحات به په پر له پسې ډول ژور شي ځو چې داسې غوره نظام جوړ شي چې چارواکي له فساد څخه ويريږي .

ښاغلي جانګ وويل :

((ګوندي څارنه او دولتي څارنه بايد سره په کلکه يو ځای شي ، بايد لا علمي ، دقيق او اغيزمن نظامونه او سيتمونه جوړ شي، بايد د انضباطي څارنې او نظارت سازمانونو په ننه کې کاري نظام او جريان نور هم غوره شي، تر څو د انضباطي څارنې او نظارت په ساحه کې داسې کارکوونکي وروزل شي چې د ټول ګوند او خلکو اطمينان وړ وي او د اصلاحاتو په ازموينو کې جوړ شوي نظامونه د حکومت د اداره کولو په بهير کې په ښه توګه اجرا شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای