CRI Online

د چين کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس د رپوټ لنډيز په انګليسي او چيني ژبو چاپ شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-28 14:38:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په دې ورځو کې د چين کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس د رپوټ لنډيز انګليسي او چيني بڼې د بهرنيو ژبو مطبعې لخوا د چين دننه او بهر کې چاپ شوې دي.

د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه عمومي منشي شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس په پرانيستې غونډه کې د ګوند د ۱۸مې مرکزي کمېټې په استازيتوب تر دې سرليک لاندې رپوټ وړاندې کړ چې د نسبتاً شتمنې ټولنې او د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په پوره ابادۍ کې برياليتوب تر لاسه کول. دغه رپوټ د هېواد دننه او بهر کې فعال او پياوړي غبرګونونه خپل کړي دي. د کورنيو او بهرنيو لوستونکو لخوا د دغه مهم سند د عمده محتوياتو د زده کړې لپاره د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تبليغاتي څانګې، د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر، سين هوا اژانس او د چين د بهرنيو ژبو مطبعې سره يو ځای دغه کتاب ايديټ کړ. د دغه کتاب رسمي متن د ۱۹م ملي کانګرس له رپوټ څخه راغلی چې په ۱۶ فصلونو ويشل کېږي.

د خبر له مخې، دغه کتاب به ژر د فرانسوي، روسي، عربي، هسپانوي، پورتګالي، الماني او جاپاني په شمول څو ژبو چاپ شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای