CRI Online

تېر کال په چين کې د شريک اقتصاد په بازارونو کې د معاملو حجم د وړم کال په پرتله په سلو کې اوه څلويښت اعشاريه دوه زيات و

cri     (GMT+08:00) 2018-02-28 14:56:40

د شريک اقتصاد د پرمختيا د کلني راپور له مخې چې پرون د چين د مالوماتو مرکز د ګډو ګټو د څيړنيز مرکز او د چين د انټرنيټی شبکې په اړه د شريک اقتصاد کاري کميټې لخوا په بيجينګ کې خپور شو ، تېر کال په چين کې د شريک اقتصاد په بازارونو کې د معاملو حجم ۴۹۲۰ ملياردو او پنځو سوو مليونو يوانو ته رسيدلی چې دغه حجم د وړم کال په نسبت په سلو کې اوه څلويښت اعشاريه دوه زيات شوی دی . په راپور کې د شريک اقتصاد په رڼا کې د کار او استخدام په برخه کې په ترسره شويو خدمتونو تاکيد شوي دي، د مثال په توګه تير کال په چين کې د شريک اقتصاد په خدمتي چارو کې اويا مليونه تنه په دندو ګمارل شوي چې دغه شمير د وړم کال په پرتله لس مليونه تنه زيات شوی دی .د شريک اقتصاد په تصديو کې اوه مليونه يو سلو شپيته زره تنه کار کوونکي منل شوي چې دغه شمېر د وړم کال په نسبت يو مليون درې لکه او لس زره تنه زيات شوی دی يا په بله ژبه په همدې کال کې له هرو سلو تنو څخه لس تنه په يادو تصديو کې منل شوي دي . د راپور د اټکل له مخې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د شريک اقتصاد د کلنۍ پرمختيا منځنی انډول له دېرشو فيصدو څخه زيات وساتل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای