CRI Online

د چين په اتيا سلنو ولسواليو کې د اجباري ښوونې پرمختيا عموما برابره ده .

cri     (GMT+08:00) 2018-02-28 15:29:49

خبريال له هغې مطبوعاتي غونډې څخه چې د چين د ښوونې وزارت لخوا نن جوړه شوې وه، د وروستيو پنځو کلونو راهيسې د اجباری ښوونې د پرمختيا مالومات تر لاسه کړ چې د هيواد په اتيا سلنو ولسواليو کې د اجباري ښوونې برابره پرمختيا ساتل شوې ده.

د دولتی شورا د تعليمي لارښوونکې کميټې د دفتر رييس او د ښوونې وزارت د تعليمي لارښوونکې ادارې لوی مدير هه سيو يوو وويل چې تر اوسه پورې د هيواد په دوو زرو دريو سوو نهه اوياوو ولسواليو کې د اجباري ښوونې برابره پرمختيا ترسره شوې ده چې دغه انډول د ټولو ولسواليو يواتيا برخه نيسي . د خبر له مخې ولسواليو ته په تيرو پنځو کلونو کې يو مليون اوه لکه او شل زره تنه ښوونکي ليږل شوي ، دوه لکه شپيته زره ښوونځي جوړ يا پراخ شوي دي . د ښاغلي هه په وينا د ښوونيزې برابرۍ تحقق ، د ښوونيز کيفيت لوړتيا او د ښوونيزو چارو د علمي پرمختيا ګړنديتوب د تعليمي لارښوونې دنده ده او په روان کال کې به دغه هدف ترسره شي او په پنځه اتيا سلنو ولسواليو کې به دغه برابري وساتل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای