CRI Online

نړيواله ټولنه د اساسي قانون د تعديل په اړه د چين کمونېست ګوند وړانديز ته زياته پاملرنه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-28 15:54:00

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، له دې وروستيو څو ورځو راهيسې بېلا بېلو بهرنيو خبري رسنيو د اساسي قانون د ځينو محتوياتو د تعديل په اړه د چين ملي ولسي کانګرس ته د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې لخوا وړانديز ته زياته پاملرنه کړې او څرګنده کړې يې ده چې دغه وړانديز د دغه ګوند د جدي ادارې او د خپل واکمن توان د پياوړتيا لپاره ستر اهميت لري.

د ريوترس اژانس په خبر کې راغلي، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په ياد وړانديز کې روښانه شوې چې موږ بايد د هېواد د قانوني ادارې لپاره تر هر څه دمخه د اساسي قانون په رڼا کې حکومتوالي وکړو، د اساسي قانون تطبيق ته دې لومړيتوب ورکړو، يو لړ چټکو تدبيرونو په نيولو سره د اساسي قانون تطبيق او څارنه پياوړې کړو او د اساسي قانون د پلي کولو لپاره دې قوې سياسي تضمين برابر کړو.

د تاس اژانس خبر ورکړ چې د اساسي قانون د تعديل په اړه د وړانديز موخه د ټول ګوند او د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د يووالي او د هېواد د هراړخيزې سمسورتيا په برخو کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې رول ځواکمنتيا ده.

د روسيې خبري اژانس په نړيوال سياست کې د روسيې تر نوم لاندې د مجلې عمومي ايديتر په حواله خبر ورکړ چې د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰مې کليزې په درشل کې ياد وړانديز کړی و. د تېرو ۴۰ کلونو له نړيوالو بدلونونو څخه څرګندېږي چې نه يوازې د لويديځې نړۍ په سياسي نظام کې بازاري اقتصاد سمسورېدای شي. د لويديځې نړۍ سياسي سيستم اوس د بحران په حال کې دی. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له ياد وړانديز څخه څرګندېږي چې چين به په دوام داره کوښښونو سره پخپله د نړۍ يو قوي هېواد اباد کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای