CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت هيله څرګنده کړه چې شمالي کوريا او امريکا د خبرو اترو د بيا پيل لپاره د نه منلو وړ شرطونه وړاندې نه کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-28 18:34:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ مستقيمې خبرې اترې د کوريا ټاپووزمې د حالاتو د ښه والي لپاره لازم تدبير دی، نو شمالي کوريا او امريکا بايد ژر يادې خبرې اترې وکړي او د دغو خبرو اترو د بيا پيل لپاره د نه منلو وړ شرطونه وړاندې نه کړي.

د رويټرس اژانس د خبر له مخې، د جنوبي کوريا ولسمشر مون جاين څو ورځې مخکې څرګنده کړې وه چې امريکا بايد له شمالي کوريا سره د خبرو اترو لپاره خپل شرطونه کم کړي، د دې ترڅنګ شمالي کوريا بايد د ذروي وسلو د مخنيوي هيله څرګنده کړي. امريکا او شمالي کوريا بايد ژر تر ژره سره خبرې اترې وکړي او دا ډېر اهميت لري. وياند لو کانګ په دې اړه وويل، چين څو څو ځله پر دې ټينګار کړی دی چې د کوريا ټاپووزمې مسئلې مرکزي ټکی امنيتي مسئله ده. شمالي کوريا او امريکا د دغې مسئلې د حل لپاره کليدي اهميت لري.

نوموړي وويل، له دغې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو پاکول د بېلا بېلو خواوو له ګډو ګټو سره سمون خوري. نو د چين په شمول نړيواله ټولنه بايد پر دغه دريځ ټينګار وکړي. چين هيله لري چې د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ مستقيمې خبرې اترې ژر تر سره شي، څو چې د دغې مسئلې په اړه هراړخيزې خبرې اترې وشي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای