د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د ښځو ملي ټولنې د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه خبر ورکړ چې د مارچ په ۸مه نېټه به د ښځو د نړيوالې ورځې د لمانځنې لپاره د راتلونکي مارچ له ۷مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې د خلکو په لوی تالار کې د چيني او بهرنيو ښځو مېلمستيا او د يادونې او ستاينې غونډه تر سره شي.
د خبر له مخې،د ښځو د نړيوالې ورځې د رارسېدو پر مهال د چين د ښځو ملي ټولنه پرېکړه کړې چې د يو ليو فن په ګډون لسو غوره ښځو ته به د چين د سور رنګ بيرغ اوچتوونکې افتخاري نوم ورکړی شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |