CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کميټې درېيمې عمومي غونډې اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-02-28 20:44:32

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کميټې درېيمه عمومي غونډه د فبرورۍ له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې بېجينګ کې تر سره شوه. د دغې کميټې عمومي منشي شي جين پينګ پکې مهمه وينا وکړه.

په ياده غونډه کې د مرکزي کميټې د سياسي بيورو لخوا سپارل شوی د شي جين پينګ کاري راپور واورېدل شو او پرې بحث وشو. د کمونېست ګوند د داخلي او بهرنيو نظريو د راټولولو او سلامشورو پر بنسټ د سياسي بيورو لخوا وړاندې شوي د دولتي ادارو د مشرانو د کانديدانو ليست، کوم چې د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ عمومي غونډې ته به وړاندې شي، او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د مشرانو د کانديدانو ليست، کوم چې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې لومړۍ عمومي غونډې ته به وړاندې شي، تصويب شوي دي او پرېکړه شوې ده چې ياد دوه ليستونه په جلا جلا توګه د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ عمومي غونډې او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې د لومړۍ عمومي غونډې رئيسه هئيتونو ته وړاندې شي. په ياده غونډه کې د ګوندي او دولتي ارګانونو د اصلاحاتو په اړه د چين کمونيست ګوند د مرکزي کميټې پرېکړه او د ګوندي او دولتي ارګانونو د اصلاحاتو په اړه لايحه تصويب شوې ده او موافقه شوې ده چې د قانوني پروسې له مخې د يادې لايحې ځينې برخې د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ عمومي غونډې ته وړاندې شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای