د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان ولسمشر اشرف غني د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه وويل چې افغان حکومت غواړي بې له شرطه له وسله والو طالبانو سره د سولې او پخلاينې خبرې اترې تر سره کړي.
غني يادې څرګندونې په همدې ورځ په پلازمېنه کابل کې د کابل بهير په نوم د دوهم پړاو په خبرو اترو کې وکړې.هغه وويل چې د سولې او ملي روغې جوړې بهير د رامنځته کېدو لپاره حکومت د اوربند او د عادلانه او ازادو ټاکنو د تر سره کولو په ګډون يو لړ تدبيرونه وړاندې کړي.
غني له سيمه ييزو همکارانو او اړوندو ګډو ګټو لرونکو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې بهير ملاتړ وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |