د فبرورۍ په ۲۸ مه نیټه د کیو ایس په نوم نړیوال تعلیمي ګروپ د نړۍ د پوهنتونونو لیست خپور کړ چې په کې د نړۍ د ۱۵۱ هیوادونو د ۱۱۰۰ پوهنتونونو ۴۸ څانګې په کې شاملې شوي دي.
په یاد لیست کې د چین د ۱۰۴ پوهنتونونو ۸۰۷ څانګې د نړۍ په لومړيو ۵۰۰ څانګو کې شاملې شوي دي چې د چین ستره برخه ۷۴ د چین هانګ کانګ ۹ د چین تایوان ۱۹ او د چین مکاو ۲ څانګې پکې راغلي دي.
دغه راز، د چینګ هوا پوهنتون د ملکي انجنیرۍ څانګه ۵ مقام، برقي څانګه ۸ م مقام ، د توکو ساینس ۹ م مقام او د انجنیرۍ ساینس څانګه ۱۰ م مقام نیسي. د بیجینګ پوهنتون عصري ژبې ۶م او د ژبو ساینس ۱۰ م مقام نیسي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |