CRI Online

د چين د کمونيست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2018-03-01 14:25:41

د چين د کمونيست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه چې درې ورځې يې دوام درلود،د فبرورۍپه ۲۸ مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسيده. په دغه غونډه کې د چين د نوې دورې دولتي ارګانونو د مشرتابه کانديدانو نوملړ او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د مشرانو د کانديدانو نوملړ تصويب شول او دغه دوه نوملړونه به په جلاجلا توګه د وړانديزونو په توګه د چين ملي ولسي کانګرس او ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ته وړاندې شي. دغه راز په دغه غونډه کې د چين د کمونېست ګوند او دولتي تشکيلاتو د ژورو اصلاحاتو په اړه د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پريکړه او لايحه هم تصويب شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې هکله مهمه وينا وکړه.

له غونډې وروسته خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې ياد دوه نوملړونه د کمونېست ګوند په منځ او بهر کې د ډېرو نظرونو له راټولو او ډېرو سلامشورو وروسته رامنځته شول. په غونډه کې پريکړه شوې چې د کمونېست ګوند او دولتي تشکيلاتو د ژورو اصلاحاتو د لايحې ځينې برخې به له قانوني اقداماتو سره سم د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډې ته وړاندې شي.

په غونډه کې د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کمېټې له لومړۍ غونډې راپدې خوا د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو کارونه تائيد شوي او دې ته هم راغلي چې د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کمېټې لومړۍ غونډه د ټولو ګوندونو او قومونو لخوا د شتمنۍ ټولنې د بشپړتيا او په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي برياليتوبونو لپاره ډېر ارزښت لري.

په غونډه کې ويل شوي چې د کمونېست ګوند او دولتي تشکيلاتو ژور اصلاحات د هېواد د اداري سيستم او توان د عصري کېدو په موخه يو مهم بدلون دی. د ګوند او دولتي تشکيلاتو صلاحيت لرونکی سيستم د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسيالستي نظام يوه مهمه برخه ده او د چين د کمونېست ګوند لخوا د هېواد د حکمتوالي مهم تضمين دی. په نوې زمانه کې د نويو دندو او غوښتنو له مخې کمونېست ګوند بايد د ژورو اصلاحاتو په بهير کې د هېواد د ادارې سيستم او توان عصري کيدنه چټکه کړي او په ښه توګه دې د چين د سوسيالستي نظام غوره والی ولوبوي.

په غونډه کې دې ته اشاره شوې چې د ګوند او دولتي تشکيلاتو د اصلاحاتو موخې دا دي: د ګوند او دولتي تشکيلاتو صلاحيت لونکی سيستم بشپړ، پوهنيز او اغېزمن شي. د کمونېست ګوند لارښوونکی سيستم اصلاح شي چې له مخې به يې کمونېست ګوند عمومي حکمراني وکړي او بېلابېلې خواوې همغږي کړي. د حکومت د ادارې سيستم بشپړ شي، ترڅو مسوليت يې روښانه شي او اداره يې له قوانينو سره سمون ولري. د چين ځانګړتيا لرونکی او پرمختللی وسله وال قوت جوړ شي. د خلکو او ټولنو هغه کاري سيستم جوړ شي چې د خلکو اړيکې ښې وساتي او د خلکو په چوپړ کې وي. د کمونېست ګوند په مشرۍ د بېلابېلو دولتي او ولسي ارګانونو، تصديو او ټولنيزو سازمانونو ترمنځ همغږي او يووالی پياوړی شي او په هراړخيزه توګه د هېواد د ادارې توان او سويه نوره هم لوړه شي.

د ګوند او دولتي تشکيلاتو د اصلاحاتو لومړۍ دنده دا ده: د چين د کمونېست ګوندد سرتاسري مشرۍ سيستم بشپړ شي، د مهمو چارو په اړه د ګوند لارښوونکی سيستم جوړ شي، د ګوندي ډلو مقام پياوړی شي، د ګوندي دسپلين څارونکی سيستم او د هېواد د نظارت او څارنې سيستم اصلاح شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای