د سي ار ای خبریال د روانې میاشتې په ۱ نیټه د چین د صنعت سوداګرۍ او سیاسي ادارې له عمومي ریاست څخه دا خبر ترلاسه کړ چې تیر کال په چین کې په منځنۍ توګه هره ورځ ۱۶ زره نوې تصدۍ په رسمي توګه ثبت شوي دي.
یاد عمومي ریاست وویل چې په بازار کې د تصدیو د داخلیدو د اسانتیاوو لپاره حکومت اړوند شرایط کم او اسانه کړي دي چې د تصدیو جوړونکي تر ډیرې اندازې پورې هڅول شوي دي. د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې له ۲۰۱۳ کاله تر ۲۰۱۷ کال پورې د چین د سوداګریز چاپیریال په نړۍ کې ۱۸ درجې لوړې شوي او د تصدیو د جوړولو اسانتیاوې ۶۵ درجې لوړې شوي دي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |