CRI Online

د ۲۰۱۸ کال د چین د سوداګریز چاپیریال سپین کتاب خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2018-03-01 15:55:26

د چین په جنوب کې د امریکایي تاجرانو ټولنې د روانې میاشتې په لومړۍ نیټه د ۲۰۱۸ کال د چین د سوداګریز چاپیریال سپین کتاب او د چین په جنوب کې د اقتصادي حالاتو ځانګړی راپور خپاره کړل.

د یادې ټولنې مشر دوکتور هاری سیادین د راپور د خپرولو په مراسمو کې وویل چې سږ کال دوی داسی معلومات ترلاسه کړی چې د چین مرکزي او محلي حکومتونه به د بازار د نورهم ورخلاصون او بهرنیو پانګو ته د نورهم هرکلی کولو نښې ورکړي نو بهرنۍ تصدۍ ډیرې خوشبینه دي.

هغه وویل چې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د کمونست ګوند د ۱۹ م ملي کانګرس د پيل په مراسمو کې ویلي چې د چین حکومت به په چین کې ثبت شویو ټولو تصدیو ته په مساوي سترګه وګوري او یو شان حیثیتونه به ورکړي. موږ له دغو لارښوونکو افکارو سره موافقه کوو او هیله لرو چې په ګډه د مساوي سیالیو ښه چاپیریال جوړ کړو.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای