CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: هيله دا ده چې د افغانستان بېلابېلې ډلې خپلمنځي ډيالوګ او سلامشورې پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-01 17:19:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مارچ په لومړۍ نېټه بېجينګ کې په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، هيله دا ده چې د افغانستان بېلابېلې ډلې يو بل ته نژدې شي او خپلمنځي ډيالوګ او سلامشورې پياوړې کړي تر څو د افغانستان سوله، ثبات او پرمختګ ژر تر ژره تر سره شي.

د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې ويلي، د افغانستان حکومت طالبانو ته د اوربند، د بنديانو خلاصولو، د طالبانو په شمول د نوي عمومي انتخاباتو د تر سره کولو او د اساسي قانون بيا تعديل په اړه موارد وړاندې کړي دي او پکې هيڅ شرطونه نه شته. د ياد و مواردو هدف دا دی چې د افغانستان سولې په بهير کې د قانوني سياسي ډلې په حيث د طالبانو ګډون ته زمينه مساعده شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای