CRI Online

د چين کمونېست ګوند مرکزي کميټې د غير ګوندي د شخصيتونو مباحثوي غونډه او ډيموکراتيکه مشورتي غونډه جوړه کړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-01 17:31:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند مرکزي کميټې د فبرورۍ په شپږمه نېټه او اته ويشتمه نېټه په جلا جلا توګه د غير ګوندي د شخصيتونو مباحثوي غونډه او ډيموکراتيکه مشورتي غونډه جوړه کړه او پکې يې د ګوندي او دولتي ارګانونو د اصلاحاتو په اړه د چين کمونېست ګوند د پريکړې او د ګوندي او دولتي ارګانونو د اصلاحاتو لايحې په نوم دوه سندونه او د دولتي ارګانونو د مشرانو د کانديدانو او د چين د ولسي سياسی مشورتي د مشرانو د کانديدانو هغه ليستونه، کوم چې د پلان له مخې به د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ عمومي غونډې او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کميټې لومړۍ عمومي غونډې ته وړاندې شي، د بېلا بېلو ډيموکراتيکو ګوندونو د مرکزي کميټو، د چين د صنعتي او سوداګريزو چارو د ټولنې او د غير ګوندي شخصيتونو استازو سره شريک کړل او د دوی وړانديزونه او پېشنهادونه يې واوريدل. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون رئيس شي جين پينګ د دغو غونډو مشرۍ وکړه او پکې ويناوې يې وکړې.

ښاغلي لي که چيانګ، يو جنګ شنګ، لي جان شو، وانګ يانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي او هان جنګ هم په يادو غونډو کې ګډون درلود.   

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای