CRI Online

د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې ملي کمېټې لومړۍ غونډه به د مارچ د درېيمې نېټې د ماسپښين په دريو بجو پرانيستل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-02 16:00:46

د سين هوا اژانس د مارچ په ۲مه نېټه خبر ورکړ، د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې ملي کمېټې لومړۍ غونډه به د مارچ د درېيمې نېټې د ماسپښين په دريو بجو د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شي.

په پرانيستونکو مراسمو کې به د دې ملي کمېټې څه باندې ۲۰۰۰ غړي د دې ملي کمېټې په اړه د دايمي کمېسيون کاري راپور او د غړو د وړانديزونو په اړه راپور واوري او اړوند بحثونه به وکړي.

د چين مرکزي ملي راډيو، د چين مرکزي ټلويزيون او د چين نړيواله راډيو به د دې ملي کميټې د رئيس يو جنګ شنګ لخوا د دايمي کمېسيون کاري راپور د وړاندې کولو ژوندۍ خپرونې وړاندې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای