CRI Online

چين کې ډيموکراتيک ګوندونه دوو ملي مجلسونو ته د تياري په هڅه کې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-02 16:42:54

د ۲۰۱۸ کال د چين د دوو مجلسونو يعنې د ملی ولسی کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د کلنيو غونډو په درشل کې د چين ډيموکراتيک ليګ، د ډيموکراتيکې ابادۍ ګوند، د ډيموکراتيک پرمختګ ګوند، د بزګرانو او کارګرانو ډيموکراتيک ګوند او جي ګونګ ګوند په شمول د بېلابېلو ډيموکراتيکو ګوندونو مرکزي کمېټې دوو مجلسونو ته د تجويزونو په چمتو کولو بوختې دې ، دوی د خپل غوره والي په کارولو سره د هېواد د مهمو چارو او د ملي اصلاحاتو او پرمختګ د ستونزو د حل وفصل لپاره هڅه کوي ترڅو د هېواد د اقتصادي او ټولنيزې ودې لپاره خدمتونه ترسره کړي.

د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز د ډيموکراتيکو ګوندونو د توجه وړ دی. د څلورو ډيموکراتيکو ګوندونو مرکزي کمېټو د دغه وړانديز په هکله څېړنه کړې او اړوند تجويزونه يې جوړ کړي دي. ويل کيږي چې دوی د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو لپاره پوهې او ځواک ډالۍ کړې دي. د اړوند خبر له مخې، د بزګرانو او کارګرانو ډيموکراتيک ګوند مرکزي کمېټې د يو کمربند او يوې لارې د پوهنيزو جوړولو په اړه تجويز جوړ کړی، د جي ګونګ ګوند مرکزي کمېټې د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د ساري ناروغيو د مخنيوي او کنترول سيستم او د سمندري کارکوونکو د استخدام نړيوال بازار د سالم پرمختګ په اړه تجويزونه جوړ کړي دي . د ملي پاليسيو په اړه د سلامشورو چارو په اړه د جي ګونګ ګوند مرستيال وزير وانګ چي پينګ په دې هکله وويل:

((يو تجويز مو پر دې پورې اړونديږي چې د اړوندو لابراتوارونو توان لوړ شي. په ګوانګ شي ، يون نان او نورو ځايونو کې د ناروغيو د مخنيوي او کنترول مرکزونه او د ډاکټرانو روزنيز مرکزونه جوړ شي او د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د ساري ناروغيو د مخنيوي او کنترول د کاري ميکانيزم جوړونه چټکه شي. يو بل تجويز پدې اړه دی چې د سمندري کارکوونکو د خدمت بازار لاپراخ شي ترڅو د سمندري کارکوونکو اداره پياوړې شي.))

مرستيال وزير وانګ چي پينګ وويل، چې سږکال به جي ګونګ ګوند په بهرنيو هېوادونو کې د چيني کارپوهانو د راجلبولو په اړه يو بل تجويز هم وړاندې کړي.نوموړي وويل:

((د دغه تجويز موخه دا ده چې په بهر کې د کاروبار نوې لارې چارې ولټول شي، په بهر کې چيني کارپوهان راجلب شي، په بهر کې د چيني محصلينو د سرچينو په کارولو سره د کارپوهانو د راجلبولو لارې چارې وڅېړل شي، په بهر کې د کاروباري اډو د خدمت او تضمين ميکانيزم جوړ شي او له بهر نه چين ته بېرته د ستانه شويو کارپوهانو د کاروبار ميکانيزم اصلاح شي.

د ډيموکراتيک ګوند مرکزي کمېټه هم په بهرنيو هېوادونو کې د چيني کارپوهانو په اړه تجويز ته په ډېره درنه سترګه ګوري، په فو جيان ولايت کې د دغه ګوند چارواکي روان شي وې وويل:

(( د چين د ودې کيفيت مخ په لوړېدو دی، د لوړ کيفيت وده غوره انساني سرچينې ته اړتيا لري، موږ هرکلی کوو چې په بهر کې پوهان زموږ سره د چين د عصري کولو په چارو کې برخه واخلي . ځکه دوی په ځايي ملي حالاتو، اقتصادي او ټولنيزه وده ښه پوهيږي ، نو دوی کولای شي چې د ځايي حالاتو له مخې زموږ توليدات او خدمت بهر ته خپاره کړي، برسيره پردې دوی زموږ په اړتياوو هم ښه پوهيږي ، نو د بهرنيو هېوادونو غوره خدمت او يا توليدات هم چين ته راوړلای شي چې له يو بل سره شريک کړو، خدمت وکړو او ګډه وده ترلاسه کړو.))

سره بيره پردې د بېلابېلو ډيموکراتيکو ګوندونو د مرکزي کمېټو لخوا چمتو شوي تجويزونه په اقتصاد، سرچينو، تعليم، روغتيا او نورو برخو پورې هم اړونديږي، د ډيموکراتيکې جوړونې ګوند د مرکزي کمېټې غړي سون تاي لي وويل:د ده ګوند به ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کمېټې لومړۍ غونډې ته ۳۸ تجويزونه وړاندې کړي چې نيمايي يې په اقتصاد پورې اړونديږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای